د ارزګان چارواکي:  د یو موټر ډوبېدو د ۱۰ تنو ژوند اخیستی دی.

د ارزګان چارواکي: د یو موټر ډوبېدو د ۱۰ تنو ژوند اخیستی دی.


  • 11 مياشتي دمخه (24/02/2021)
  • خالد سهار
  • 526

 

 

د ازګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره ورځ د ګېزاب ولسوالۍ د هلمند سیند په اوبو کې د یو موټر د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

 

سرچینې وایي، دغه د واده موټر و او له یادې ولسوالۍ څخه د سره تګاو سیمې ته پر لار و، چې اوبو کې تر بندېدو وروسته یې ماشین ګرم شوی، چې له امله یې موټر کې ګاز جمعه شوی او لس کسان یې وژلي دي.

 

د ارزګان د والي وياند، احمد شاه ساحل هم یاده پېښه تائید کړې ده او ویلي یې دي، چې پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

د جګړې، چاودنو، هدفي بریدونو، ناخوالو راون تاوتریخوالي سربېره دا بله هغه ستونزه ده، چې وخت ناوخت ګڼ وګړي په ټرافیکي او نورو پېښو کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.