طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کوي.

طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کوي.


  • 9 مياشتي دمخه (23/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 342

طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې دبهرنیو وګړو له جذب څخه په کلکه ډډه وکړي.

له بېلابېلو داخلي او بهرنیو فشارونو وروسته طالبان اړ شوي، چې خپلې اړیکې له القاعده شبکې او ځینو نورو ترهګریزو ډلو سره پرې کړي.

طالبانو په یوه تازه خپور شوي لیک کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې خپلو لیکو کې د بهرنیو وګړو له جذب څخه په کلکه ډډه وکړي.

په لیک کې وړاندې راغلي، که څوک په خپلو صفونو کې بهرنیو وګړو ته ځای ورکړي او یا یي له ځان سره وساتي نو ددوی له سختې سزا سره به مخ شي. 

 

دا لیک په داسې مهال خپرېږي، چې تر دې وړاندې افغان حکومت او امریکایي چارواکو طالبان تورن کړي وو، چې د دوحې په هوکړه یې عمل نه دی کړی او لاهم له القاعده شبکې او نورو ترهګریزو شبکو سره پراخې اړیکي لري.