یونما د ملکیانو د خوندیتوب کلنی راپور وړاندې کوي

یونما د ملکیانو د خوندیتوب کلنی راپور وړاندې کوي


  • 7 مياشتي دمخه (23/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 214

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په افغانستان کې دملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور نن خپروي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز په یو ټیوټ کې ویلي، چې د دغه مهم راپور هدف دا دی، چې ښکېلو مسؤولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.

 

دبیرا لاینز په ښکېلو خواوو غږ کړی، چې دنورو زیانونو په مخینوي کې دې له عاجلو اقداماتو کار واخلي.

 

یوناما تر دې وړاندې ویلي و، چې په دې هېواد کې د تېر ۲۰۲۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وړم ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې دېرش سلنه کموالی په ګوته شوی دی.

 

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لاملونه په انتحاري او هوایي حملو او همداراز ځمکنیو جګړو کې کموالی ښودل شوی.

 

یوناما داسې مهال خپل کلنی راپور خپروي، چې په وروستیو شاوخوا شپږو میاشتو کې دپلازمینې کابل سربېره دهېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنو زور اخیستی، چې ګڼ شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.