لوګر کې کوچیانو ته دوه ځانګړي ښوونځي جوړ شول

لوګر کې کوچیانو ته دوه ځانګړي ښوونځي جوړ شول


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1182

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او بر کي برک ولسوالۍ کې د  کوچیان لپاره د نجونو او هلکانو دوه لومړني ښوونځي جوړ شول.

د لوګر د پوهنې ریاست وایي دغه ښوونځي يو یې د مرکز پل علم اړوند صدیق خیلو سیمه کې د میرعلم او د بر کي برک ولسوالۍ د دڼي په کلي کې د عمران خیلو په نومونو جوړ شوي.

ددغو ښوونځیو له جوړیدو سره ۴۰۰ کوچیانو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه چې ۲۰۰ یې نجونې دي.

د پوهنې ریاست دغه راز وايي چې راتلونکي کې به د وزیر کلاه په سیمه کې هم د کوچیانو لپاره یو بل ځانګړی ښوونځی جوړ شي. 

د یادونې ده چې دمګړۍ په لوګر کې د کوچیانو ماشومانو لپاره د یوې لېسې په ګډون ۱۶ ځانګړي ښوونځي فعالیت کوي.