پاکستان طالبانو ته د ماینونو خښولو برمې ورکړي.

پاکستان طالبانو ته د ماینونو خښولو برمې ورکړي.


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • خالد سهار
  • 856

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح  وایي، پاکستان طالبانو ته نوې برمې ورکړې چې په سراچه موټر کې ورسره وي او د کابل پر سړکونو ماینونه ځای پر ځای کوي.

 

نوموړي نن د شپږ نیمو بجو په ناسته کې ویلي،  چې طالبانو له پاکستان نوې برمې ترلاسه کړې دي چې د یوې یا دوو دقیقو په لړ کې پر سړک لس سانتې متره غار پرې کوي او د سړک د رنګ په شکل ماین په کې ځای پر ځای کوي.

 

د نوموړي په خبره، دغه برمې په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کوي او په ډېره کمه موده کې یې په سړک کې ایږدي، چې د تېرې ورځې چاودنه هم د همدې برمو په اساس رامنځته شوې وه.

 

کابل کې تېره ورځ ماین چاودنې د پولیسو او عامو خلکو په ګډون څلور کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول