محمد نبي یو برید کوونکی اننګز ولوباوو

محمد نبي یو برید کوونکی اننګز ولوباوو


  • 6 مياشتي دمخه (21/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 405

محمد نبي یو برید کوونکی اننګز ولوباوو

 

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو لومړۍ لوبه تېره شپه د کویټې او کراچۍ تر منځ تر سره شوه چې په کې لومړی بېټنګ کویټې وکړ ټوله لوبډله یې په ۱۸.۲ اورونو کې په ۱۲۰ منډو وسوځېده او کراچۍ ته یې د ۱۲۱ منډو هدف ورکړ، دکویټې لپاره کریس ګیل ۳۹ زیاتي منډي وکړې او د کراچۍ لپارت ارشد اقبال دری ویکټې واخیستې.

 

دغه هدف کراچۍ لوبډلې د لوبي په په ۱۴.۵ اورونو کې پوره کړ چې له ډلي یې جوۍ کلارک ۴۶ او افغان محمد نبي په ۱۴ بالونو ۳۰ ناسوځېدلي منډي وکړې چې دوه څلوریزي او درې شپږیزي یې ووهلې.

 

د یادوني وړ ده چې ددې سیالیو په دوام به نن دوه لوبي تر سره شي چې په لومړۍ لوبه کې به د افغانستان په وخت ماسپښین مهال دوه بجې لاهور قلندرز له پېښور زلمو سره مخ شي او په دوهمه لوبه کې به اسلام اباد یونایټيډ له ملتان سلطان سره په شپږ نیمو بجو مخ شي.