یو بل  افغان لوبغاړی به هم سوپرلیګ کې ولوبېږي

یو بل افغان لوبغاړی به هم سوپرلیګ کې ولوبېږي


  • 5 مياشتي دمخه (19/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 172

یو بل  افغان لوبغاړی به هم سوپرلیګ کې ولوبېږي

 

د افغان نولس کلني ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د اصغر افغان خوریې وقار سلام خېل په پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې د پېښور زلمو لوبډلې سره د لوبېدو تړون کړی 

نوموړی چې چېنامېن بالر ده د جنوبي افریقایې ډیویډ مېلر په ځای له یادي لوبډلې سره یو ځای شوی.

 

وقار د افغان نولس کلني لوبډلې تر څنګ په افغان ملي لوبډله کې هم لوبېدلی او یوه ټېسټ لوبه یې په ۲۰۱۹ م کال کې د ایرلنډ په وړاندي تر سره کړي هغه له دې وړاندي په بنګله دېش پریمېر لیګ کې د کومیلا ویکټورېنز لوبډلي او لس اوریزه لیګ کې د ډهلي بولز سره هم لوبېدلی