طالبان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤولین دي.

طالبان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤولین دي.


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • خالد سهار
  • 941

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ سنټکام مشر جنرال کېنیت مککېنزي تېره ورځ څرګنده کړې، چې طالبان په ظاهره توګه افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو مسوول دي.

 

مککېنزي ویلي، چې په افغانستان کې داعش ډلې هم په ښکاره بریدونه ترسره کړي؛ خو دی وایي، چې د طالبانو په نسبت د داعش ډلې بریدونه کمرنګه دي.

 

نوموړی زیاتوي، چې داعش او طالبان په ګډه د افغانستان په کچه د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه او په وینا یې ځينو ښاري سیمو کې هدفي وژنې کوي.

 

تر دې دمخه په افغانستان کې هم د نړیوالو ځواکونو قومندان سکاټ میلر ویلي و، چې طالبانو د معمول خلاف جګړې زیاتې کړي دي.

 

طالبان بیا وایي، دوی تاوتریخوالی او لویو ښارونو کې بریدونه کم کړي او له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې پر مادو یې عمل کړی دی.

 

په ورته وخت کې د ناټو عمومي سر منشي، ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل به د شرایطو په سمېدو کوي.

 

هغه له طالبانو غوښتي، چې د سولې لپاره د خبرو مېز ته راستانه شي، تاوتریخوالی راکم کړي او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو او ملاتړ پرې کولو ژمنې عملي کړي.