کابل کې چاودنې د پوهنتون د استاد په ګډون دوه تنه ووژل

کابل کې چاودنې د پوهنتون د استاد په ګډون دوه تنه ووژل


  • 5 مياشتي دمخه (18/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 154

د کابل امنیتي مسوولین وايي چې کابل پوهنتون ته نږدې پر یو کرولا ډوله موټر د چاودنې له امله د پوهنتون د یو استاد په ګډون دوه تنه ووژل شول.

مسولین وایي دغه چاودنه چې د مقناطيسي ماین له امله رامنځته شوې  د کابل پوهنتون د شرعیاتو استاد مباشر مسلمیار او یو زده کړیال پکې وژل شوي.

تر دې وړاندې رسنیو رپوټونه خپاره کړل چې دغه چاودنه کې د یاد پوهنتون یو بل استاد عبدالمعروف راسخ هم وژل شوی خو امنیتي مسوولین دا خبر نه تاییدوي.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د ویلو ده چې د پوهنتون دغه استاد تر دې وړاندې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د ملاتړ په تور د ملي امنیت له خوا نیول شوی وو.