نجیب ځدراڼ نن ۲۷ کلن شو

نجیب ځدراڼ نن ۲۷ کلن شو


  • 5 مياشتي دمخه (18/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 318

نجیب ځدراڼ نن ۲۷ کلن شو

 

 افغان لوبغاړی نجیب ځدراڼ نن ۲۷ کلن شو، هغه چې په کیڼ لاس برید کوونکې توپ وهنه کوې، د ملي لوبډلې لپاره په مېډل ارډر کې توپ وهنه کوي د افغانستان لپاره یې ۷۰ نړیوالي پنځوس اوریزي سیالۍ تر سره کړي چې ۶۴ پاڼۍ یې لوبولي ۹ ځله نا سوځېدلی له میدانه وتلی ۱۶۱۵ منډي یې جوړي کړي چې ۱۱ پنځوسیزي اوو یوه سلیزه یې وهلي په یوه لوبه کې یې زیاتي منډي ۱۰۴ دي.

 

نوموړي د افغانستان لپاره ۶۰ شل اوریزي نړیوالي لوبي هم کړي چي ۵۱ پاڼۍ یې لوبولي ۲۰ ځله له میدانه نا سوځېدلی وتلی ۹۷۶ منډي یې جوړي کړې او یوه لوبه کې یې زیاتي منډي ۶۹ ناسوځېدلي دي چې دری پنځوسیزي یې هم وهلي.