راشد خان  پاکستاني لیګ کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

راشد خان پاکستاني لیګ کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو


  • 5 مياشتي دمخه (18/02/2021)
  • اسماعیل مومند
  • 327

 

راشد خان د پاکستان په کورني کرکټ لیګ(PSL) کې د لوبېدو په موخه له لاهور قلندر لوبډلې سره یو ځای شوی او خپل تمرینات يې پیل کړل.

دا دوهم ځل دی چې راشد خان په PSL کې اخستل کیږي؛ خو په لمړي ځل نوموړي د ځینو ستونزو له امله ګډون ونکړ.

هغه به يواځې د PSL دوه لوبې وکړي او په ۲۳ نيټه به بېرته متحده عربي اماراتو ته ستون شي او هلته به خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

 

 په یاد لیګ کې د راشد سربېره څلور نور افغان لوبغاړي ، نبي او نور احمد کراچۍ کينګز ، مجیب پېښور زلمي، او قیس احمد کویټې لوبډلو سره لوبیږي.