اسلام کلا کې اورلګېدنه قصدا رامنځ ته شوې

اسلام کلا کې اورلګېدنه قصدا رامنځ ته شوې


  • 7 مياشتي دمخه (17/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 186

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه عمدي عمل دی او دوی سره موجود اسناد ښيي چې افغان چارواکي، مافیا او بهرني لاسونه پکې ښکېل دي.

وکیلان همداراز وایي، چې هېواد کې اقتصادي څرخ په ټپه ولاړ حالت سره مخ دی او د ټرانسپورټي شرکتونو او صرافانو د کار بندیز دوام د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

ولسي جرګه د هرات اسلام کلا ګمرک کې د زرګونو موټرو سوځېدو پېښې جدي څېړنه باندې د ټینګار ترڅنګ سوادګرو ته د جبران خسارې غوښتنه هم کوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د اسلام کلا ګمرک کې اورلګیدنه د اوبلن ګاز له یو ټانکر څخه پیل شوې چې کم وخت کې یې سلګونه موټر د اور د لمبو خوراک شول.
دغې اورلګیدنې چې د شنبې په ورځ رامنځته شوه څو ساعته دوام درلود او بلاخره د ایران په مرسته مهار شوه.