پاکستان له ټېسټ وروسته شل اوریز سیریز هم وګټل

پاکستان له ټېسټ وروسته شل اوریز سیریز هم وګټل


  • 1 کال دمخه (14/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 380

پاکستان له ټېسټ وروسته شل اوریز سیریز هم وګټل

 

د پاکستان او جنوبي افریقا تر منځ دریمه شل اوریزه نن تر سره شوه په دې لوبه کې لومړی بېټینګ جنوبي افریقا وکړ او ستونزو کې را ګیر شوه خو په سخته حالت کې ورته ډیویډ مېلر ښه لوبه وکړه چې په ۴۵ بالونو یې ۸۵ ناسوځېدلي منډي وکړې چې پنځه څلوریزي او ۷ شپږیزي یې ووهلې دده د منډو برکت وو چې پاکستان ته یې د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ د پاکستان لپاره زاهد محمود دری، حسن علي او محمد نواز دوه،دوه ویکټې واخیستې.

 

دغه هدف پاکستان د لوبې په ۱۹ م اور کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې محمد رضوان ۴۲ او بابر عظم ۴۴ منډې وکړې او د لوبي تر څنګ  یې سیریز هم وګټل

د افریقا لپاره تتبرېز شمسي پنځه ویکټې تر لاسه کړې

 

د یادوني وړ ده چې له دې وړاندي پاکستان د ټېسټ لوبو سیریز هم ګټلی وو