سروبي ولسوالۍ کې د ۱۸ طالبانو وژل کیدل

سروبي ولسوالۍ کې د ۱۸ طالبانو وژل کیدل


  • 9 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 441

ملي دفاع وزارت وایي د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د یادې ولسوالۍ په دګري جګلدک سیمه کې ترسره شوې چې ۶ وسله وال طالبان پکې ټپيان شوي هم دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې ګڼې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې پنجشنبې په ورسه وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د ملګروملتونو د کارکوونکو پر موټریز کاروان وسله وال برید وکړ چې له امله یې د عامه ساتنې ۵ سرتیري ووژل شول.