اسلام کلا کې د اورلګیدنې د زیانونو راپورونه

اسلام کلا کې د اورلګیدنې د زیانونو راپورونه


  • 8 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 267

 

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د پراخې اورلګیدنې له مخنیوي خبر ورکوي او وايي چې ددغې اورلګیدنې له امله ۱۷ تنه ټپیان شوي چې د دوه تنو وضعیت نازک ښودل شوی.

خو عینې شاهدان وایي په دغه اورلګیدنه کې لسګونه کسان او سلګونه د تیلو او غازو ټانکرونه سوځیدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ددغې اورلګیدنې له امله سوداګرو ته شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی.

د هرات والي هم دغه اورلګیدنه دومره پراخه بللې چې په وینا یې کنټرولول یې د ځمکې له لارې ناشوني وو.

تیره ورځ د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګیدنې له امله سلګونه ټانکرونه وسوځیدل او دغې اورلګیدنې د ساعتونو لپاره دوام درلود.