طالبان سوله نه مطلق واک غواړي

طالبان سوله نه مطلق واک غواړي


  • 5 مياشتي دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 243

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي طالبان په سوله باور نه لري او یوازې مطلق واک غواړي، ځکه په وینا یې طالبانو دمګړۍ د مذاکراتو میز پریښي او په سیمه ییزو سفرونو بوخت دي.

حمدالله محب وایي طالبان مشارکتي حکومت نه غواړي او له خلکو سره د مشارکت لپاره هیڅ ډول چمتوالی نه لري، خو زیاتوي چې افغان حکومت په هیواد کې دایمي سوله او ټیکاو غواړي او له همدې امله یې ټول اقدامات هم ترسره کړي او اوس د طالبانو وار دی چې ثابته کړي ریښتنې سوله غواړي.

محب وایي د طالبانو قوماندانان د پسرلنیو عملیاتو د چمتوالي لپاره کوټې ته غوښتل شوي څو یو ځل بیا په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړي خو زیاتوي چې افغان ځواکونه ددغو جګړو د مهار لپاره بشپړ چمتوالی لري.

په ورته مهال وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له افغان حکومت سره هیڅ ډول هوکړه نه لري چې له مخې یې پر افغان ځواکونو بریدونه ونه کړي او د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل یې هم د افغان ځواکونو د بریدونو پر وړاندې دفاع بللې ده.