طالبانو د خپلو ګټو لپاره هوکړه لاسلیک کړې

طالبانو د خپلو ګټو لپاره هوکړه لاسلیک کړې


  • 7 مياشتي دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 168

د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پیټریس وايي طالبانو یوازې د امریکایي سرتیرو د وتلو او خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې او زیاتوي چې طالبان یوازې همدا غواړي چې امریکایي سرتیري له افغانستان څخه ووځي او ددوي زندانیان له بنده خوشې شي.

پیټریس په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او زیاتوي چې طالبان د سولې برخه کې ناغیړي کوي.

نوموړي ویلي د طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو د خوشې کولو او دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې او اوس له افغان حکومت سره د سولې د خبرو میز ته نه حاضریږي.

بل لورته په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر له افغانستان څخه په بیړه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې دا به د امریکا ملي امنیت ته جدي زیان ورسوي.

کراکر ویلي دا کار به ۷۰ لسیزې ته د شاتګ په مانا وي او خبرداری یې ورکړی چې که احتمالا وسله وال طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسیږي امریکا به زیانمنه شي.