کندهار کې موټر بم چاودنه شوې

کندهار کې موټر بم چاودنه شوې


  • 3 کاله دمخه (13/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 954

د کندهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنې له امله ۷ پولیس ټپیان شوي.

د چارواکو په وینا دغه موټر بم چاودنه د یادې ولسوالۍ اړوند کوهک غونډۍ ته څیرمه د افغان ځواکونو پر پوستې شوې چې له امله یې ۷ پولیس ټپيان شوي او وروسته نښته هم شوې ده.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او د مالي زیانونو په تړاو یې هم معلومات نشته.