پاکستان له ټېسټ لوبو وروسته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم جنوبي افریقا ته ماتي ورکړه.

پاکستان له ټېسټ لوبو وروسته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم جنوبي افریقا ته ماتي ورکړه.


  • 5 مياشتي دمخه (11/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 175

پاکستان له ټېسټ

لوبو وروسته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم جنوبي افریقا ته ماتي ورکړه.

 

دغه لوبه چي نن د پاکستان په کوربتوب تر سره شوه لومړی پاکستان د محمد رضوان د سلیزي په مټ جنوبي افریقا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ چي د افریقا لپاره انډیلي پیهلوک وایو دوه ویکټې واخیستې.

ددې هدف په ځواب کې جنوبي افریقا د شپږ لوبغاړو په سوځېدا ۱۶۶ منډي وکړې او د ۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله د افریقا لپاره جونیمن مالان ۴۴ او هندریکس ۵۴ منډې وکړې د پاکستان لپاره بیا عثمان قادر او حارث رووف دوه دوه ویکټې واخیستې.

د یادولو وړ ده چي د دوو ټېسټ لوبو لړۍ هم پاکستان ګټلي وې