لوګر کې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

لوګر کې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


  • 11 مياشتي دمخه (11/02/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 326

د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او د ۲ امنیتي سرتیرو په ګډون ۲۰ ملکي وګړي ټپيان شوي.

د برکي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزی وایي چاودیدونکي توکي د برکي برک بازار کې د لمریزې بریښنا په یوه پایه کې ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.

خو د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وایي په دغه پیښه کې د ملي اردو ۴ سرتیري ټپيان شوي او د یو ملکي وګړي د وژل کیدو تر څنګ له ۴۰ زیات ملکیان ټپيان دي.

ددغې پیښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.