د اوبو مدیریت د بودیجې مهمه برخه ده

د اوبو مدیریت د بودیجې مهمه برخه ده


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1124

د مالیې وزارت چارواکو کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د دریمې مسودې د بدلونونو او اصلاحاتو په تړاو معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت چارواکي له هغه وروسته د بودیجې د دریمې مسودې په تړاو وضاحت ورکولو لپاره خبري غونډې ته حاضریږي چې د ولسي جرګې غړو یاده د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې دویمه مسوده هم رد کړه.

د مسوولینو په وینا دریمه مسوده کې یې د ولسي جرګې ۱۹ مورده وړاندیزونو ته پام کړی او له ولسي جرګې څخه یې د یادې مسودې د ژر تصویب غوښتنه وکړه ځکه په وینا یې د بودیجې ځنډ هیواد کې د مالي او اقتصادي ستونزو د لا زیاتیدو لامل کیږي.

مسوولین دغه راز وایي د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې دریمه مسوده کې یې د اوبو مدیریت او بندونو جوړولو ته هم یوه اندازه پيسې ځانګړې کړي او دغه راز د دولتي مامورینو او ښوونکو د معاشونو مسلې ته هم پوره پام شوی او یاده ستونزه حل شوې ده.

د مسوولینو په وینا تر دې وړاندې یې د اوبو د مدیریت یا هم بندونو جوړولو لپاره له بهرنیو مرستو ګټه پورته کوله خو یادې مرستې د ګاونډیو هیوادونو په هوکړه او توافق پورې مشروطې وي خو دا ځل یې د اوبو مدیریت او بندونو جوړولو ته یوه اندازه پیسې ځانګړې کړي چې بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري.

د مالیې وزارت چارواکو دغه راز له ولسي جرګې څخه غوښتنه وکړه چې د احتیاطي کوډونو په برخه کې د وضاحت لپاره دې دوي ته فرصت برابر شي چې د یادې جرګې استازو ته په دې تړاو تفصیلي معلومات ورکړي.