کابل کې څلور چاودنو اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې څلور چاودنو اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 5 مياشتي دمخه (10/02/2021)
  • خالد سهار
  • 199

کابل کې څلور پرله پسې چاودنو اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کابل پولیس په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې نن سهار د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند عبدالعلي قلعه سیمه کې د پولیسو پر یو رنجر موټر د ماین چاودنه وشوه، خو پولیسو ویلي، چې په یاده پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتې.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسوولیت نه منلی.

د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې، چې په ورته وخت کې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند قوای مرکز په سیمه کې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت پر موټر وشوه، چې له امله یې څلور تنه ژوبل شول.

د کابل پولیس وایي، درېیمه چاودنه د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وشوه، چې په پایله کې د پنځمې امنیتي حوزې د امر محمدزي کوچي په ګډون دوه ساتوونکي یې ووژل شول.

ددې پېښې په غبرګون کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، موږ نه هېروو او د کوچي ابراهیم خېل غچ به واخلو.


په همدې حال کې څلورمه چاودنه نن مازدیګر ۴:۱۵ د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر وشوه. پولیس وایي، چې په دغه پېښه کې کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

کابل ښار کې هره ورځ بمي، هدفي او مقناطیسي چاودنې کېږي؛ خو مسوولیت یې کومه ډله نه اخلي. روان وضعیت، وروستیو پېښو د تاوترخوالي زیاتوالي او ناامنیو کابل ښاریان سخت اندېښمن کړي دي، دوی له چارواکو څخه غواړي، چې د خلکو د امنیت په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ او اقدامات دې ترسره کړي.