طالبان خپل افغانان په نښه کوي؛ خو د نړیوالو پر وړاندې چوپ دي

طالبان خپل افغانان په نښه کوي؛ خو د نړیوالو پر وړاندې چوپ دي


  • 4 مياشتي دمخه (09/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 158

 

امریکايي جنرال کینت مک کینزي وايي، طالبانو پر امریکا او متحدینو یې بریدونه بند کړي؛ خو له افغانانو سره یې جګړې شدیدې کړي او هره ورځ خپلو دغو کړنو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې او هره ورځ  هدفي وژنو ته دوام ورکوي، چې  ددې ډلې دغه ډول کړنې د جدي اندېښنې وړ دي.

مک کینزي ویلي، د افغانستان د جګړې یواځنۍ لار سیاسي جوړ جاړی دی، هغه چې طالبان یې نه غواړي.

کینزي دغه راز زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې خپل حضور تر حالاتو پورې مشروط کړي.

 نوموړي ویلي هیله دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې به پایلې ته ورسوي، خو عیني واقعیتونه ښيي چې طالبان د جګړو د ختمولو پر ځای جګړې شدیدې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت نورو چارواکو هم ویلي وو چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پر هوکړو یې ژمنه نه ده کړې.

امریکايي جنرال یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې هم طالبان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤول ګڼلي وو.