طالبانو ته د جعلي اسنادو جوړونکې ډله ونیول شوه

طالبانو ته د جعلي اسنادو جوړونکې ډله ونیول شوه


  • 9 مياشتي دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 363

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې طالبانو د جعلي اسنادو جوړونکې یوه ډله نیول شوې.

امرالله صالح وایي دغې ډلې وسله والو طالبانو ته د موټر لایسنس، جواز سیر او جعلي تذکرې جوړولې.

صالح وویل دغه اسناد په کابل او ولایتونو کې ټولو ته ښودل شوي او ټولې ادارې باید په جدي توګه ورته متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په ډیرو سیمو کې د طالبانو بریدونو زیاتوالی موندلی او ددغې ډلې غړو د سړک غاړې ماینونو ته د چاودنو ترڅنګ یو شمیر څارنوالان، خبریالان او مدني فعالان ترور کړي دي.