د کرونا ویروس د ۲۷ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۲۷ تازه پیښو ثبتیدل


  • 1 کال دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 514

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله یو تنه مړ شوی او ۲۷ تنه تازه پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسولینو په وینا په همدې موده کې په ټول هیواد کې له کرونا ویروس څخه یو تن بیرته رغیدلی دی.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۳۸۶ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۱۴ تنه مړه شوي او ۴۸ زره او ۴۲ تنه بیرته رغیدلي دي.