بلخ کې د څلورو ملکي وګړو وژل کیدل

بلخ کې د څلورو ملکي وګړو وژل کیدل


  • 4 مياشتي دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 112

د هیواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي په یاد ولایت کې د څارویو د غلو په ډزو او چاودنه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي.

د یادې قول اردو ویاند وایي دغه پیښه د بلخ ولایت په چارکنت ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د غلو یوې ډلې غوښتل د خلکو څاروي غلا کړي، خو د خلکو له مقاومت سره مخ شي او د ډزو په پایله کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا دغه وسله وال غله له سیمې په تیښته بریالي شوي خو په تړاو یې څیړنې روانې دي.