بهسودو ته تللي پلاوي، د امنیه قومندان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې

بهسودو ته تللي پلاوي، د امنیه قومندان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1024

د پلاوي څېړنې؛ د علیپور پر ځای باید امنیه قومندان ګوښه شي. 

 

د بهسودو ولسوالۍ د پېښې ارزولو لپاره لېږل شوی پلاوی وایي چې د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان باید لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي او دنده یې وځنډول شي.

یاد پااوی په خپلو موندنو کې وایي، چې قومندان خپلو سرتېرو ته د علي پور د کسانو د ویشتلو امر کړی وو.

  د څېړلو پلاوي په خپلو څرګندونو کې د علي پور پر ځای د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده. 

ددغه پلاوي یوه غړي ویلي چې امنیه قومندان دې لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي، دنده یې دې وځنډول شي، د بهسودو لپاره ګومارل شوي چارواکي دې نورو ولسوالیو ته ولېږل شي. 

باید یاده شې، چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ ته دوه نوي قومندان ټاکل شوي وو، چې د علیپور وسله والو یې پر وړاندې لاریون وکړ.