امریکا وایي له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

امریکا وایي له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو


  • 1 کال دمخه (08/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 405

افغانستان دوست هېواد دی؛ مرستې به مو ورسره جاري وي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره وکتل او د افغان سولې پروسې پر روان وضیعت یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې ليدنه کې پر افغان سولې، دوه اړخيزو همکاریو، او د امریکا له نوې ادارې سره د افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

 د حنیف اتمر په دې ليدنه کې د امریکا له تېرو شل کلنو مرستو مننه کړې او یاد هېواد یې  د افغانستان یو ریښتینی او ستراتیژیک دوست یاد کړی، نوموړي همدارنګه  د امریکا له لوري له طالبانو سره پر تړون  د بیا کتنې هرکلی کړی.

د امریکا شارژدافیر ویلي، چې افغانستان په سیمه کې د امریکا یو ښه دوست هېواد دی او دوی هڅه کوي، چې افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

نوموړي د افغان سولې پروسې اوسني وضیعت ته په اشارې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د داسې سولې غوښتونکې ده، چې تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.