ملي دسترخوان؛ اوس مهال ۹۰ سلنه کلیوال ورڅخه برخمن دي.

ملي دسترخوان؛ اوس مهال ۹۰ سلنه کلیوال ورڅخه برخمن دي.


  • 7 مياشتي دمخه (07/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 320

 

تر اوسه ۳۶۴ زره او ۱۳ کورنۍ د ملي دسترخوان له مرستو برخمن شوي.

د ملي دسترخوان پروګرام له پیل راهیسې چې دوه میاشتې یې کیږي د ۱ میلیارد او ۴۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۶۴ زره او ۱۳ کورنیو ته چې نږدې ۲.۵۴۸ میلیونه کسان کیږي، د هیواد د ټولو ۳۴ ولایتونو د ۱۱۵ ولسوالیو په ۲۷۲۵ کلیو کې له مرستندویه توکیو برخمن شوي دي.

د ملي دسترخوان پروګرام مرستې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د بې وزلیو او کورونا ناروغۍ ځپلو کورنیو سره په دوو پړاوونو کې تر سره کیږي او نږدې ۹۰ سلنه کلیوال ترې برخمن کیږي.