طالبان دلیل نه لري؛ سفرونه کوي

طالبان دلیل نه لري؛ سفرونه کوي


  • 3 کاله دمخه (07/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 912

د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بین الافغاني مذاکراتو پر ځنډني بهیر غبرګون ښودلی دی. 

د دغه شورا مشر  په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له بشپړ صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د خبرو لپاره حاضر دی، خو طالبان غیر معقول دلیلونه راوړي او له مذاکراتو شا ته کېږي. هغه زیاته کړې طالبان د دې پر ځای چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته حاضر شي په فرعي چارو او سفرونو بوخت دي. نوموړي ویلي طالبان دې په دې توګه د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو او زور له لارې هېڅ وخت واک ته نه شي رسېدلی.