د کرونا ویروس د ۵ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۵ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1255

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي او ددغه ویروس ۵ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې ورغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۹ تنه بیرته رغیدلي دي.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۳۳۵ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۱۰ تنه مړه شوي او ۴۸ زره او ۲۷ تنه بیرته رغیدلي دي.