هیواد کې صرافانو کاربندیز پیل کړ

هیواد کې صرافانو کاربندیز پیل کړ


  • 5 مياشتي دمخه (06/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 216

هیواد کې یو شمیر صرافانو د افغانستان بانک د تازه پریکړې په غبرګون کې د سرای شهزاده مخې ته لاریون وکړ او په ټول هیواد کې یې له نن شنبې د کاربندیز اعلان وکړ.

لاریون کوونکي صرافان وایي تر څو چې د افغانستان بانک له خوا د دوي غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو او کاربندیز ته به دوام ورکړي.

د افغانستان بانک وروستیو کې د صرافانو د فعالیت او پولي خدماتو د وړاندې کوونکو لپاره د شرکت جوړولو پریکړه کړې چې له مخې یې شخصي صرافۍ په پولي شرکتونو بدلیږي او وروسته د کار جواز ورکول کیږي.

د افغانستان بانک وايي دغه پریکړه یې نړیوالو شریکانو ته د یاد بانک د ژمنو له مخې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې لپاره کړې.

خو د صرافانو د سراسري شورا رییس وویل چې د افغانستان بانک دغه پریکړه دمګړۍ عملي نه ده او باید پخوانی بهیر دوام ومومي.

دوي وايي په تیر کې افرادو او اشخاصو ته د درې کلونو لپاره جواز د درې کلونو لپاره ورکول شوی وو خو اوس د افغانستان بانک له خوا لغوه شوی.