د افعان ځواکونو قرباني د ستایلو ده.

د افعان ځواکونو قرباني د ستایلو ده.


  • 7 مياشتي دمخه (06/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 211

د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو قرباني د ستایلو ده.

 

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

 ارګ څخه په یوه خپره شوې  خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي. 

سرچينه زیاتوي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې ستایلي ویلي، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي. دواړو خواو همدا راز په دې ټېنګار کړی چې د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.