افغانستان ته د نویو بانک نوټونو سپارل

افغانستان ته د نویو بانک نوټونو سپارل


  • 4 مياشتي دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 185

په هند کې د پولنډ سفارت اعلان کړی چې د افغانستان د نویو بانک نوټونو لومړۍ بسته یې تیره اونۍ افغانستان ته سپارلې او بله هغه به یې هم د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو چاپ او وسپارل شي.

د پولنډ د سفارت د اعلان له مخې د پولنډ له (PWPW) امنیتي شرکت سره په ۲۰۲۰ کال کې د شوي تړون له مخې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، او ۱۰۰ افغانیو ۳۸۰ میلیونه بانک نوټونه چاپیږي.

د پولنډ سفارت په وینا دغه بانک نوټونه په پرمختللې تکنالوژۍ جوړیږي چې تیرو بانک نوټونو ته په پرتله د کیمیاويي محلولونو پر وړاندې ډیر مقاومت لري.

د افغانستان بانک له خوا هیواد کې د نویو بانک نوټونو د چاپ موضوع په تیرو څو ورځو کې پر جنجالي هغې بدله شوې او د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي غواړي پر نویو بانک نوټونو لاسلیک وکړي.