د کابینې نویو وزیرانو لوړه وکړه

د کابینې نویو وزیرانو لوړه وکړه


  • 9 مياشتي دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 284

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سهر ویلي هغو وزیرانو چې د ولسي جرګې له خوا د باور رایه ترلاسه کړې وه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې په دغو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني نویو وزیرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ولسي جرګې له خوا د باور رایې ورکولو له امله مننه وکړه او وزیرانو ته په خطاب یې وویل، خلک تمه لري چې ستاسو پر مټ، مسنجم فکر او پاکو لاسونو د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پیاوړی کیږي.

ولسمشر غني له نویو وزیرانو وغوښتل څو اساسي قانون چې ملي وثیقه ده پلی کړی او زیاتوي څومره چې اساسي قانون پلی شي هغومره د خلکو باور او په ملي او نړیواله کچه د نظام مشروعیت زیاتیږي.

دغو وزیرانو په داسې حال کې لوړه وکړه چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له خوا دوه تایید شوي وزیران د کمکارۍ او فساد له امله له خپلو دندو ګوښه کړي.