هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.


  • 6 مياشتي دمخه (04/02/2021)
  • خالد سهار
  • 167

ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي،  هلمند کې وسله والو طالبانو غوښتل، چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید ترسره کړي.

 

وزارت وایي، چې دغه وسله والو طالبانو پلان درلود، چې ددې ولایت واشیر ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځوکونو پر یو شمېر پوستو برید ترسره کړي، چې امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته په نښه کړي او په پایله کې یې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، چې ددغه نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو یوه شمېر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.