لوګر کې یو غږ د سولې لپاره مشاعره وشوه

لوګر کې یو غږ د سولې لپاره مشاعره وشوه


  • 3 کاله دمخه (04/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1176

د لوګر ولایت لسګونه شاعرانو د یوې مشاعرې په ترڅ کې په هیواد کې روان تاوتریخوالی وغانده او زیاته یې کړه چې ښکېلې ډلې دې ژر تر ژره سوله او اوربند وکړي.

دوي همدا راز زیاته کړه؛  چې په هیواد کې روان تاوتریخوالي له امله هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کیږي او دغه لړۍ لاهم په چټکۍ سره روانه ده. 

شاعرانو او لیکوالانو په خپلو شعرونو او غزلونو کې وویل؛ جګړه د حل لاره نده سوله او اوربند وکړئ، څو پورې افغانان د نورو انسانانو په شان ارامه ژوند وکړي.

د سولې لپاره په جوړې شوې مشاعره کې یو شمیر نورو شاعرانو د افغانانو په یوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانانو یوالی کولای شي٫ چې تلپاتې سولې او ډاډمن امنیت رامنځته شي..

بل خوا د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس عبدالرحمن تسل وایي؛ چې افغانان تر بل هره وخت سولې ته تږدي دي او په یو غږ د سولې او امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

ښاغلي تسل له وسله والو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي سوله او دایمي اوربند وکړئ، ترڅو په هیواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او افغانان په سوله ییزه توګه ژوند وکړي.