اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي


  • 6 مياشتي دمخه (04/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 190

اروپایي ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورکوي

 

اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده. د ارګ وایي،چې ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي  سره په بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي او دغه ټولنې ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېروي. 

ددې تر څنګ دواړو لورو پر افغان سولې هم خبرې کړې دي. ولسمشر ویلي چې د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده او افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی، خو داسې سوله چې د لاس ته راوړنو د ساتلو سبب شي او جګړې د تل لپاره ختمې کړي. 

اروپایي ټولنې تېر کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې وه، یادې ټولنې څو ځله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم غندلی و، او د جګړو له ښکیلو  غاړو یې د ژر اوربند غوښتنه کړې وه.