کندهار کې د یو دیني عالم وژل کیدل

کندهار کې د یو دیني عالم وژل کیدل


  • 1 کال دمخه (03/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 453

د کندهار امنیتي مسوولین وایي ناپيژنده وسله والو نن سهار د ښار ۹ نایحې اړوند سیمه کې د مولوي عبدالباقي په نوم یو دیني عامل د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی.

د مسوولینو په وینا د یادې پیښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی خو وسله والو کسانو لومړی دغه دیني عالم له کور څخه را ایستلی او په ډزو یې وژلی دی.

مولوي عبدالباقي د کندهار د دیني عالمانو د شورا غړی وو.

د کندهار د عالمانو شورا ریاست د مولوي عبدالباقي د وژل کیدو د پېښي د غندني تر څنګ له امنیتي ادارو د دیني عالمانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړې.

ددغې پیښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.