عبدالله: هیڅ پریکړه د افغانانو غیاب کې نه کیږي

عبدالله: هیڅ پریکړه د افغانانو غیاب کې نه کیږي


  • 4 مياشتي دمخه (02/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 245

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي د سولې بهیر کې هیڅ ډول پریکړه د افغانانو غیاب کې نشي کیدای.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د یادې شورا د ښځو کمیسیون د پرانیستې د مراسمو پر مهال وکړې او وویل طالبان چې هره غوښتنه لري د مذاکراتو پر میز دې مطرح کړي.

عبدالله دغه راز وویل داسې ډير شواهد شته چې ښيي وروستیو ترورونو او وژنو کې طالبان لاس لري او همدوي یې ترسره کوي خو په وینا یې افغانان دې نتیجې ته رسیدلي چې جګړه او وژنې د حل لاره نه ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې هیڅوک نشي کولای خپله اراده پر ښځو تحمیل او حقوق یې ترې واخلي، ځکه د نوموړي په وینا دغه حقوق او ازادي ښځو ته چا په ډالۍ نه دي ورکړي او د سولې خبرو کې دې یادو حقوقو او ازادیو ته هم پام وشي.

د مصالحې عالي شورا رییس په یوه متمدنه ټولنه کې فکري بدلون لازمي بولي خو زیاتوي چې نه باید دغه فکر د ترهګرۍ، د خلکو د ترور، جګړې او خلکو د وژنو له لارې په ټولنه کې پلی شي.