کندز کې شپږ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کندز کې شپږ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 11 مياشتي دمخه (02/02/2021)
  • خالد سهار
  • 295

د ۲۱۷ پامیر قول اردو وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولایت د "نشه بند تیلوکه " په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې په پایله کې یې د د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

یادې قول اردو په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 

 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.