لوګر کې د ۱۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله

لوګر کې د ۱۰ وسله والو طالبانو مرګ ژوبله


  • 6 مياشتي دمخه (01/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 217

د لوګر ولایت امنیتي مسوولین وایي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله واله نښته کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مسوولین وايي دغه پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند بیدک سیمه کې پر ځینو سیمو د برید پلان درلود.

د تندر قول اردو د څلورمې لوا د مسوولینو په وینا افغان ځواکونو د طالبانو ددغه پلان د مخنیوي لپاره کمین نیولی وو چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.

د مسوولنیو په وینا ددغې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو یو ډاډسن موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.