د کرونا ویروس د ۶۲ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۶۲ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (01/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 966

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۲ نور تازه پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه ۴۴ تنه بیرته رغیدلي هم دي.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۱۲۱ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۰۵ تنه مړه شوي او ۴۷ زره او ۷۲۳ نور بیرته رغیدلي دي.