نن ورځ په شپږو ولایتونو کې ۴۰ طالبان وژل شوي

نن ورځ په شپږو ولایتونو کې ۴۰ طالبان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (01/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 455

په شپږ ولایتونو کې ۴۰ طالبان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت پهه کندهار او کندز، لغمان، هلمند،هرات او فراه ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د۴۰ طالبانو د وژلو او ۸ نورو د ټپي کېد و خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت څخه په څو جلا جلا خبر پاڼو کې راغلي، په کندهار کې ۱۲ طالبان، د هلمند په امام صیب ولسوالۍ کې ۶ طالبان، د فراه په پشترود ولسوالي کې ۶ طالبان، د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه، د هرات په شنډنډ کې ۱ او د لغمان په الینګار ولسوالي کې ۲ تنه وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

یاد وزارت همداشان زیاتوي، چې په دغو بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي او ګڼې سیمې ورڅخه پاکې شوي دي.