د بایډن اداره طالبانو سره د شوې هوکړې ارزونه کوي

د بایډن اداره طالبانو سره د شوې هوکړې ارزونه کوي


  • 7 مياشتي دمخه (31/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 254

متحده ایالات له طالبانو سره د سولې توافقنامې هر اړخیزه ارزونه باندې کار کوي.

د ولسمشر جوبایډن سلاکارانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې د سولې تړون نیمګړی بللی دی چې د افغانستان د خلکو پر راتلونکې به ناوړه اغېزې ولري.

امریکايي مجلې ټایم په دې اړه په خپاره کړي راپور کې لیکلي دي چې د امریکا دفاع وزارت یا پینټاګون دامهال د افغانستان د امنیتي وضعیت سربېره تر راتلونکي می میاشت پورې د پاتې دوه نیم زره امریکايي عسکرو د خروج تاثیرات ارزوي.

«« د امریکا د ولسمشر سلاکارانو نوموړي ته ویلي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون نیمګړی دی او دا  کار کولای شي چې د افغانستان د خلکو پر راتلونکې ناوړه اغېزې ولري. پينټاګون دامهال په هر اړخیز ډول د افغانستان د امنیتي وضعیت او تر راتلونکې می میاشت پورې د پاتې دوه نیم زره امریکايي عسکرو د خروج اغېزو ارزونه کوي.  ««

امریکا د افغانستان د امنیتي وضعیت ترڅنګ دا هم ارزوي چې ایا طالبانو د القاعدې په شمول له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې دي که نه؟

د بایډن اداره د پخواني ادارې تګلارو ته په پام د افغانستان د سولې پروسې په اړه له سختو انتخابونو سره مخ دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو پراساس د امریکا له خوا د ځواکونو خروج لړۍ کې ځنډ به تاوتریخوالی نور هم ډېر کړي.

 په ورته مهال امریکايي رسنۍ د افغانستان د سولې پروسه کې د زلمي خلیلزاد نقش ځکه مهم یادوي چې نوموړی د د دوحې د سولې هوکړې طراح دی.

خو له دې سره زلمی خلیلزاد چې د ولسمشر له غني حکومت سره یې اړیکې ترینګلې دي له سخت ماموریت سره مخ دی ترڅو طالبان د افغان دولت سره مذاکراتو ته وهڅوي.

د این بي سي تلویزیوني شبکې د راپور یوه برخه:

«« د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې توافقنامې طراح دی نوموړی سره له دې چې د ولسمشر غني له حکومت سره ترینګلې اړیکې لري سخت ماموریت ور تر غاړې دی تر څو چې طالبان له افغان دولت سره مذاکراتو ته وهڅوي.  ««

امریکا داسې مهال له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون ارزوي چې تازه په کابل کې د اروپايي ټولنې او ځینو  لوېدیځو هېوادونو له طالبانو د تاوتریخوالي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.