لغمان کې د مهماتو یو زېرمه تون ترلاسه شوی دی.

لغمان کې د مهماتو یو زېرمه تون ترلاسه شوی دی.


  • 5 مياشتي دمخه (31/01/2021)
  • خالد سهار
  • 231

د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، چې د اوم نمبر شاهراه پولیسو د قرغیو ولسوالۍ اړوند کابل جلال اباد پر لویه لار زنګوره سیمه کې یو لړ ځانګړي هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یو اندازه مهمات کشف او تر لاسه کړي دي.

 

د چارواکو په وینا، چې د مهماتو پدې زېرمه کې (١٨) فیره د هوان مرمۍ او ګڼ شمېر نور چاودېدونکي توکي چې په بوجیو کې ځای پر ځای او خښ شوي وو نیولي دي. 

 

تر اوسه په دې تړوا کومې ډلې څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې شاهرا منسوبینو د کابل جلال اباد پر لویه لاره د کڼ شمېر ماینونه او چاودېدونکي توکو د کشف او خنثی کېدو خبر ورکړی و.