بدخشان کې ۶ تنه وژل شول او ۳ نور ټپيان شول

بدخشان کې ۶ تنه وژل شول او ۳ نور ټپيان شول


  • 10 مياشتي دمخه (30/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 371

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دغه ولایت کې د دوه غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغه پیښه د شهر بزرګ ولسوالۍ په اب ګنده سیمه کې د نجیب الله او صبغت غیر مسولو وسله والو تر منځ رامنځته شوې چې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا په دغه نښته کې نجیب الله له خپلو درې کسانو سره او دوه تنه د صبغت وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

مسوولین وایي په دغه نښته کې د سیمې اوسیدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.