کندهار کې ماین چاودنې ۳ ملکیان ووژل

کندهار کې ماین چاودنې ۳ ملکیان ووژل


  • 4 مياشتي دمخه (30/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 155

 

د کندهار ولایت امنیتي مسوولین وایي په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو سیمه کې پر یو زرنج رامنځته شوې چې له امله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي.

د مسوولینو په وینا په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.