طالبان دې له مېزه خېز نه کوي

طالبان دې له مېزه خېز نه کوي


  • 5 مياشتي دمخه (30/01/2021)
  • شمیم خان کټوازی
  • 220

جمهور رئیس محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره ټول هغه کارونه ترسره کړل، چې دغې ډلې د خپلې نامشروع جګړې ودرولو لپاره د شرایطو په ډول وړاندې کړي وو. جګړه ځپلي ولس تمه لرله چې وسله وال طالبان به له امریکايي لوري سره تر پخلاینې وروسته د دوحې د تړون له محتوا او د سولې د پروسې له روحیې سره سم جګړه ودروي، خو برعکس دغې ډلې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړل. د سولې په خاطر یې خوشي شوي په زرګونه جنګیالي جګړې ته ستانه او پر بهرنیو استخباراتي سازمانونو سربېره یې د القاعدې په ګډون له نړیوالو ترهګریزو شبکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړ.

بلخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی له تېرو څو اونیو راهیسې د طالب مرکچیانو ورتګ ته په دوحه کې منتظر دی، خو له وعدې سره سم د سولې خبرو اترو ته د حاضرېدو پر ځای د وسله والو طالبانو مرکچیان د مغرضو هېوادونو په قصرونو ګرځي او له هماغه ځایه بې منطقه او بې مسؤلیته څرګندونې کوي.

وسله وال طالبان دې دا باور ولري، چې د سولې لپاره زمینه برابرونکی جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د مذاکراتو مېز ته یې د دوی د حاضرېدو ټولې بهانې ورتمامې کړې؛ د افغانستان د اساسي قانون، جمهوري نظام له بنسټیزو اصولو او د ملت د سولې ارمان بشپړولو لپاره تر ټاکلې قانوني مودې پر خپل ځای واوسي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د مرکچي پلاوو د توافق پر ځای، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د ګډوډولو لپاره په پردیو پلازمېنو کې طرحه شوې نسخې راواردې کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د سولې د پروسې د لوري، او افغان ملت ته د سولې پروسې د څارونکي او اصلي څښتن په توګه د مذاکرې له مېزه د وسله والو طالبانو تېښته د اندېښنې وړ او په هيڅ صورت د منلو نده. د غیرو له دیاره د بې منطقه او بې مسؤلیته څرګندونو پر ځای باید دغه ډله د خبرو اترو پر مېز له ټاکل شوې اېجنډا سره سم معنادار بحث ته ژر تر ژره حاضر شي.

شمیم خان کټوازی

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس