د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ ووژل شو.

د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ ووژل شو.


  • 9 مياشتي دمخه (28/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 316

د لشکراسلام ډلې مشر منګل باغ ووژل شو

یو شمېر باوري سرچینې وایي، نن غرمه مهال د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ باندر درې اړوند، د لکه ټۍ په سیمه کې د خپل کور مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین له کبله وژل شوی دی.

باید یاده شي، چې نوموړی څه موده وړاندې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې سخت ټپي شوی وو.

لاهم د ننګرها ولایتي ادارې رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ويلي.